د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو.
د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځي تاییدوي چې نن سهار وسله والو کسانو د ګردېز ښار بلندمنزلو ساحه کې د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال په ډزو وژلی.
قطر کې لا هم د بین الافغاني مذاکراتو پر کړنلارې موافقه نه ده شوې
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دواړو لوریو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي.
پاکستان ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې سوداګریز مرکزونه حوړوي
د پاکستان حکومت ویلي، چې د بازارونو له جوړولو يې موخه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده او د قاچاقي توکو مخنیوی دی. دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ شوې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیلېدو هرکلی کړی
د امنیت شورا غړیو پر مذاکره کوونکو پلاوو غږ کړی، چې نه یوازې د باور رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې تاوتریخوالی کم او په ښه نیت هڅې تر سره کړي.
ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو داوربند غږ وکړ.
هغه ويلي، دترهګريزو بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ کوو، چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني.
په غزني او بلخ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي، غزني کې ۲۰ تنو وسله والو طالبانو ته د جګړې پر مهال مرګ ژوبله اوښتې او بلخ کې ۱۵ وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
دپکتیکا د امنیت امر په چاودنه کې شهید شوی
ځايي چارواکي وايي، د پکتیکا د امنيه قومندانۍ د امنیت امر محمد اصف توخي نن د دغه ولايت په يحیی خېلو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې شهيد شوى دى.
غزني دیو شمېر پاکستانیانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي
افغان ځواکونو تېره شپه په غزني ولايت کې د ۱۰ پاکستانیانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژلي دي.
امنيتي سرچینې وايي، چې دغو وسله والو د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي ول.
دپکتیکا دځانګړو ځړاکړنو قومندان په ټپي حالت کې بېرته خپلې دندې ته ستون شو
د پکتيکا ولايت د ځانګړو ځواکونو قومندان، خانزاده کاروان له لومړنۍ درملنې وروسته، په ټپي حالت کې بېرته خپلې دندې ته ستون شو.
نوموړی نن سهار په اومنې ولسوالۍ کې پيل شوې جګړې ته روان وو چې ماین پرې چاودنه کړې ده.